د چابهار بندر په اړه د ایران، افغانستان او هند ګډې کمېټې دویمه غونډه ترسره کړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دغه غونډه په نوي ډهلي کې ترسره شوې او په هغه کې د چابهار بندر په اړه پر مهمو پرمختګونو خبرې شوې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي په دې بندر کې روانې چارې بریالي ارزول شوې دي او پر لا ډېرو پرمختګونو او اسانتیاو خبرې شوې. درېواړو لورو همدا راز ټینګار کړی چې ژر تر ژره به پخپلو کې د چابهار بندر په اړه یوه هوکړه هم نهايي او لاسلیک کړي. هند تر دې وړاندې له امریکا غوښتي وو چې په ایران کې د افغانستان لپاره جوړ شوی چابهار بندر له بندیزونو وساتي او په دغه بندر کې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.