روانه جګړه یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې پر رامنځ ته کېدو ختمېدلی شي. لوړپوړي امریکايي پوځي ویلي د افغانستان روانه جګړه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د هوکړې او توافق له لارې د ختمېدو وړ ده نو دواړه لوري دې مذاکرات پیل کړي. د امریکايي پوځ لوی درستیز مارک ميلي ویلي دوی د ترهګرۍ ضد ماموریت ته ادامه ورکوي خو افغان لوري باید د جګړې د پای لپاره مذاکرات سره وکړي. دده په خبره دغه جګړه امریکا نه شي ختمولی خو طالبان او افغان لوری کولی شي د خبرو پر مټ اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. امریکايي چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو پیل له امریکا سره د سولې هوکړې او بهرنیو ځواکونو په وتلو پورې مشروط کړی دی.





























