د هلمند د کرنې ریاست چارواکو ویلي چې یاد ریاست او د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» په همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالۍ پر ځینو بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشلي وو او د یادو سیمو په شاوخوا ۳۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي وو چې دا مهال یې د حاصلاتو راټولولو لړۍ پای ته رسېدلې، چې له دغو کروندو څخه ۱۵ مټریک ټنه سویابین راټول شوي دي.
دوی دغه راز ویلي چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دغه ولایت کې په ۵۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي وو، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات تر لاسه کړي دي.
د یادونې ده چې سویابین بشپړ پروټیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.