طالبانو ته نږدې او باخبره سرچینې وایي چې که امریکا نوي وړاندیزونه نه وی کړي نو ډېر مخکې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې وه. پخوانی طالب چارواکی جلال الدین شینواری وايي، امریکا د طالبانو لپاره اوربند او له افغان حکومت سره خبرې د شرط په توګه وړاندې کړې. دده په خبره په همدې سره د سولې هوکړه ځنډېدلې ده او طالبان له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو لګیا دي. بلخوا سیاسي ګوندونه او د سولې په برخه کې فعال کسان بیا وایي چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي نو په لسمه ورځ به یې بین الافغاني خبرې پیل شي. ددوی په خبره دغه خبرو ته له افغان حکومت پرته نور ټول سیاسي جهتونه تیار دي او ددې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پيل شي.





























