افغان حکومت وایي په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ۷۰۰ داعشیان او ددوی د کورنۍ غړي نیولي دي. په ملي امنیت کې یوې سرچینې اسوشټېډ پرېس ته ویلي، په نیول شوو کسانو کې، ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه سرچینه وایي په نیول شوو کسانو کې ۷۵ښځې او ۱۵۹ ماشومان شامل دي. دغه لوړپوړي چارواکي یاد خبري اژانس ته ویلي چې په نیول شوو کې ډېری یې د اردون، منځنۍ اسیا او پاکستان اوسېدونکي دي. د نیول شوو ۷۰۰ کسانو له ډلې ۲۷۷ یې بهرنیان دي. دغه کسان دمګړی د ملي امنیت تر نظارت لاندې دي. افغان حکومت داسې مهال د سلګونه داعشیاو د نیولو خبر ورکوي چې په افغانستان کې یې دداعش د ماتې خبره هم کړې ده. امریکایي او افغان چارواکي وایي دوی داعش ډله ختمه کړې ده او مرکزونه یې له منځه وړي دي. خو د سیمې هېوادونه لا هم دغه ډله فعاله بولي او له فعالیتونو یې اندېښنه لري.





























