د هلمند او کندهار اوسېدونکي له طالبانو او افغان حکومت غواړي چې د کجکي برېښنا دې نه برمته کوي. له نږدې دووه اونیو راهیسې پر هلمند او کندهار د کجکي برېښنا پرې شوې ده. ددغه ولایتونو مدني فعالان وایي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د کشمکش له امله دغه برېښنا په شپو شپو پرې کېږي چې له امله یې عام وګړي او عامه فابریکې زیانمنېږي. دوی پر دواړو لورو غږ کړی چې برېښنا او عامه تاسیسات دې د خپلو سیاسي فشارونو لپاره نه کاروي او عام وګړي دې خپل ژوند او کاروبار ته پرېږدي. د هلمند د برېښنا رییس بیا وایي په کجکي کې تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې ده خو طالبانو اجازه نه ورکوي چې دغه سیمې ته تخنیکي ټیمونه ورشي او ستونزه حل کړي.





























