پاکستان دې په رسمي توګه له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاو وایي دمګړی پاکستاني سوداګر د ستونزو له امله اړ کېږي چې له قاچاقي لارو او په پټه له افغانستان سره سوداګري وکړي چې دا مسئله پاکستان زیانمنولی شي. دده په خبره پاکستانی حکومت باید ژر تر ژره په رسمي توګه له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې ګامونه اوچت کړي او که دا کار و نه کړي نو دغه هېواد ته زیانونه اوړي. دده په باور په سوداګرۍ کې اسانتیاوې راوستل د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره مهمې دي.