نشنل انټرسټ د افغانستان د جګړې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په مطلب کې راځي امریکايي رسنۍ افغانستان له ویتنام سره پرتله کوي، خو افغانستان نه عراق دی نه ویتنام بلکې تر دې دواړو هم خطرناک دی. سرچینه کاږي دلته لا هم ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي او ددغه جګړې په اړه خلکو ته رښتیني معلومات نه ورکول کېږي. نشنل انټرسټ لیکي امریکا له لومړي سره د افغانستان د جګړې په اړه دروغ ویلي نو د واشنګټن پوسټ اسناد څه نه وې خبره نه ده. سرچینه په افغانستان کې د پراخ فساد یادونه کوي او دغه راز د کمزوري حکومتولۍ مثالونه ورکوي چې په اړه یې لسګونه راپورونه خپاره شوي دي. نشنل انټرسټ لیکي امریکايي چارواکي لا هم د افغان جګړې په اړه دروغ وايي او یوازې د سیاسي موخو لپاره غواړي ځانونه په افغانستان کې بریالي وښيي او له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. سرچینه کاږي دا هېڅ منطقي نه ښکاري چې زرګونه طالب جنګیالي دي لا هم جګړه کوي او امریکا دې یوازې څو زره سرتېري له دوی سره د جګړې لپاره پرېږدي.





























