په افغانستان کې د روسیې پخوانی ديپلومات او اوس په کابل کې د روسیې د فرهنګی مرکز رییس وایي ددې اړتیا ده چې کابل او مسکو پخپلو کې نږدې اړیکې وپالي. دده په خبره روسیه د افغانستان وضعیت ته په کتو غواړي په فرهنګي او اقتصادي برخه کې له دغه هېواد سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي. د ویچسلو نکراسوف په خبره دمګړی د روسیې تر ټولو ستر هدف دا دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي او تر هغه وروسته کابل او مسکو پراخې اقتصادي او فرهنګي اړیکې ولري. نوموړي دا هم ویلي چې که اړتیا پېښه شي روسیه د افغان سولې په اړه د ګڼو نورو کنفرانسونو کوربه توب ته هم تیاره ده.