د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر میاشتو ځنډ وروسته په دې بریالی شو چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. کمیسیون وایي ولسمشر غني بریالی شوی چې د ۹۲۳۸۶۸ رایو په اخیستو ۵۰،۶۴ سلنه رایې وګټي. کمیسیون وایي دا لومړنۍ پایلې دي نو د ټاکنیزو ډلو استازي کولی شي د ټاکنو د پایلو په اړه خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمیسیون سره شریک کړي او ددغه کمیسیون تر پرېکړې او ارزونې وروسته به وروستۍ پایلې هم اعلان شي. د ولسمشریزو ټاکنو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله وا چې ۳۹،۵۲ سلنه رایې یې ګټلې دي. دا چې وروستۍ پایلې به څه وخت اعلان شي او نوی ولسمشر به څه وخت خپله دنده پیل کړي لا هم وخت ته اړتیا لري.





























