د ټاکنو خپلواک کمېسیون له میاشتو ځنډ وروسته، پرون پر دې بریالی شو چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل چې دا لومړنۍ پایلې دي او نوماندان کولی شي خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمېسیون سره ثبت کړي. د دې شکایتونو تر څېړلو وروسته به وروستۍ پایلې هم اعلانېږي. له دې سره هممهاله نړیوالو بنسټونو او ټاکنیزو ډلو د پایلو پر اعلان غبرګون ښودلی دی. یوناما د اعلان هرکلی کړی دی او پر خلکو یې غږ کړی چې د پاتې پړاوونو له بشپړولو سره همکاري وکړي. ځينې ټاکنیزې ډلې بیا کمېسیون د ځانګړې ټاکنیزې ډلې پر ملاتړ تورنوي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې په یوه جنجالي سیاسي فضا کې تر سره شوې، خو په کمېسیون کې له میلیونونو ډالرو لګښت او نوې ټکنالوژۍ سره سره، د لومړنیو پایلو اعلان میاشتې وځنډېد. پرون کمېسیون په یوه خبري غونډه کې لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د کمېسیون په پایلو کې ولسمشرغني بریالی اعلان شو او تر پنځوس سلنې یې ډېرې رایې خپلې کړې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي چې محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې خپلې کړې دي او تر نورو نوماندانو مخکښ دی. په دې حساب هغه بریالی شوی چې (۹۲۳۸۶۸) رایې یې خپلې کړې دي. د نوموړي سیال او بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله بیا اووه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلې دي چې د رایو سلنه یې ۳۹،۵۲کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دا وروستۍ پایلې نه دي او د دې امکان شته چې په وروستیو پایلو کې تغیرات راشي. حوا علم نورستانۍ وویل چې نوماندان کولی شي د قانون له حکم سره سم خپل شکایتونه ثبت کړي. هغې وویل: ((دا وروستۍ پایلې نه دي، محترم نوماندان کولی شي د قانون مطابق خپل شکایتونه، د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمېسیون سره ثبت کړي)).
بلخوا نړیوالو بنسټونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم پر پایلو غبرګون ښودلی دی. یوناما په خبرپاڼه کې د تادامیچي یامامتو له قوله ویل شوي، چې دوی د کمېسیون له لوري د پایلو د اعلان هرکلی کوي. نوموړي ویلي، افغانانو په سختو شرایطو کې خپله رایه وکاروله او اوس د کمېسیونونو مسوولیت دی چې شفافیت تامین کړي. نوموړي په ټاکنیز بهیر کې پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د دغه بهیر له بشپړتیا سره اړینه او هر اړخیزه همکاري وکړي. هغه ویلي: ((اوس ټول افغان چارواکي او ښکېل اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي، چې د دغه بهیر د وروستي پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي)).
یامامتو دغه راز له کمېسیونونو غوښتي چې د خپلې وروستۍ پرېکړې لپاره قانوني او تخنیکي دلایل ولري. د ده په باور، وروستۍ پرېکړه باید د قانون پر بنسټ شوې وي او ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې ټول مسایل باید افغانانو ته واضح کړل شي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم بیا د پایلو پر اعلان خوښي څرګنده کړې او هرکلی یې کړی دی. هغه بیا ویلي چې دا وروستۍ پایلې نه دي او د وروستیو پایلو اعلان څو پړاوونه لري چې خلک باید ورته په تمه وي.
له دې سره ډېرو ټاکنیزو ډلو پر دغه اعلان غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې پرون په ارګ کې په یوه غونډه کې د پایلو د اعلان هرکلی وکړ. ولسمشر غني خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل چې ملت د ټاکنو اصلي ګټونکی دی او خلکو پر دوی باور کړی دی. د ده په خبره، دوی ټاکنو ته زمینه برابره کړه او ټولو قانوني مراحلو ته یې درناوی کړی دی او د کمېسیونونو راتلونکو قانوني پرېکړو ته هم درناوی کوي.
بلخوا د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې بیا ویلي چې دا دې درغلیو پایلې وې او په خبره یې دوی ته د منلو وړ نه دي. د دې ډلې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کمېسیون د دوی وړاندیزونو او شکایتونو ته پام نه دی کړی او له درغلۍ ډکې پایلې یې اعلان کړې دي؛ نو ځکه ورته د منلو وړ نه دي.
له دې سره هممهاله د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند رحمت الله نبیل هم د لومړنیو پایلو اعلان له ستونزو ډک بللی او په خبره یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم ملاتړ کړی دی او د هغه په پلویتوب یې لومړنۍ پایلې اعلان کړې. دا هغه تورونه دي چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ځلونو رد کړي دي او ځان خپلواک بولي.





























