د راپورونو له مخې په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو منلې چې یو عسکر یې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي. بلخوا وسله والو طالبانو بیا ویلي چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې یې یو امریکایي عسکر وژلی دی. طالب ویاند وایي چې ددوی په تاکتیکي برید کې هغه امریکایي او داخلي عسکر په نښه شوي چې د چاپې په نیت یادې سیمې ته ورغلي وو. طالبانو ویلي یو امریکايي عسکر یې وژلی او د یوه کمانډو پوځي په ګډون دوه نور ټپیان دي. امریکايي ځواکونو په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.





























