د واشنګټن پوسټ خپرو کړو اسنادو ټولې دنیا ته د امریکا ناکامي ثابته کړه. ایرو ایشیا نشریه په یوه مقاله کې لیکي امریکا له لومړي سره په افغانستان کې ناکامه وه، خو د واشنګټن پوسټ خپرو کړو اسنادو ددغه هېواد ناکامي تر بل هر وخت نړۍ ته روښانه کړه. سرچینه کاږي امریکایی چارواکو په افغانستان کې دوست او دښمن نه و پېژندلی او د جګړې هدف یې مشخص نه و، له همدې امله زرګونه ملکي افغانان، سرتېري او امریکایي عسکر په نامعلومه جګړه کې ووژل شول. ایرو ایشیا لیکي چې یوازې تېر کال په افغانستان کې د خونړۍ جګړې له امله ۳۸۰۴ ملکیان وژل شوي دي. سرچینه کاږي امریکايي چارواکو کله القاعده، کله ترهګر او کله هم نشه يي توکي د خپلې جګړې هدف ټاکل خو خپرو شوو اسنادو دا په ډاګه کړې چې دغه هېواد په افغانستان کې نامعلومه، بې هدفه او خونړۍ جګړه روانه کړې وه. د یادولو ده چې امریکايي لوړپوړو چارواکو په یوه خبري غونډه کې د افغان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ ادعا رد کړې ده او ځانونه بریالي بولي.





























