د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان په اړه له امریکايي متخصیصینو سره کتلي دي. لوي ژویې وایي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او په دې برخه کې د سیمې د نورو هېوادونو همکاري هم مهمه ده. د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل شي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي. چین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د سولې بین الافغاني غونډه په دغه هېواد کې ترسره شي خو ویل کېږي چې په افغان حکومت کې د اختلاف له امله دغه غونډه ځنډول شوې ده.





























