هند وایي، له ایران سره یې د چابهار بندر د کار ګړندي کولو په موخه هوکړه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر مانیام جی شنکر ویلي، له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره یې لیدنه مثبته وه او دواړه لوروي په چابهار بندر کې د کار ګړندي کولو په موخه هوکړې ته رسېدلي دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا په یو تازه اقدام کې د چابهار بندر د بندیزونو معافیت څلور میاشتې نور هم غځولی دی. وړاندې تر دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې ایراني حکومت د خپلو لوړو بندیزونو په لیست کې شامل چابهار بندر هم شامل کړی دی چې دا موضوع په یاد بندر کې د کار د ټکني کېدو لامل شوې ده.