د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وایي، ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دې شکایتونه په مسلکي او شفافه توګه وارزوي. نوموړې پرون ناوخته ویلي چې امریکا د ۲۰۱۹ میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان او په دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له هڅو ملاتړ کوي. نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي، که څه هم په تېرو تاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و خو وروستی ګټونکی چې هر څوک وي باید غښتلي ګامونه پورته کړي. د هغې په وینا، په نوي جوړېدونکي حکومت کې باید ټول افغانان خپل ځان وویني او دغه راز د سولې خبرو لپاره یو ټول شموله پلاوی وټاکي. ټاکنو کمیسیون تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني پکې تر ټولو ډېرې رایې وړې دي خو عبدالله چې په دویم نمبر کې راغلی دی وایي، ټاکنو کې درغلۍ شوې دي او لومړنۍ پایلې ورته د منلو نه دي.





























