ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن شکایاتو ته د رسېدنې په موخه د نوماندانو له لوري د شکایتونو د ثبتېدو لړۍ پیل کړې ده. په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې ډلې یو تن غړي نور رحمان اخلاقي ویلي، دوی نن څلور زره مستند شکایتونه له یاد کمیسیون سره شریک کړي دي. د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ چې نوماندان درې ورځې وخت لري څو خپل شکایتونه له دوی سره شریک کړي. ټاکنو کمیسیون له اوږده ځنډ وروسته پرون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني پکې تر نورو مخکې دی او ورپسې عبدالله عبدالله دی چې هغه بیا د پایلو له منلو انکار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې کمیسیون د دوی غوښتنې نه دي منلې او پر همدې اساس د پایلو اعلان غیر قانوني دی. بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرستیال دین محمد عظیمي وایي، موجوده اعراضونو ته په کتو؛ شکایتونه له شک پرته پر وروستیو پایلو اغېز کولی شي.





























