د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالي کې د یوه قومي مخور د جنازې پر مراسمو چاودنې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یاد ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، دغه پېښه نن سهار د دولت شاه ولسوالۍ اړوند خاص دولت شاه سیمه کې شوې ده چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د هغه په خبره، ټپیان د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. نوموړي د چاودنې د څرنګوالي او لامل په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ویلي. د معلوماتو له مخې پېښه په هدیره کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.





























