د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره هممهاله پر دغه اعلان غبرګونونه هم ډېر شوي دي. پرون د ټاکنو کمېسیون یوه غړي پخپله اعتراف وکړ، چې د دوی کارونه له ستونزو او قانوني سرغړونو ډک وو. نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون غوښتي چې خپلې چارې په پوره بې طرفۍ مخ ته یوسي. بلخوا د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند ګلبدین حکمتیار هم ویلي چې کمېسیون د ده رایې غلا کړې دي. د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې آلیس ویلز بیا ویلي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې په مسلکي او شفافه توګه پایلې و ارزوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اوږده ځنډ وروسته وړمه ورځ د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د پایلو د اعلان په لومړۍ ورځ مخکښ ټیم (دولت ساز) د پایلو د اعلان هرکلی وکړ، خو پر وړاندې یې ډېرو ټیمونو له دې ډلې ثبات او همپالنې د رایو د پایلو مخالفت وکړ. د دغه ټاکنیز ټیم نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې پایلې ورته د منلو نه دي، ځکه کمېسیون د یوې ځانګړې ټاکنیزې ډلې ملاتړ کوي او چارې یې شفافې نه دي.
تازه د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي مولانا عبدالله د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په یوه لیک کې پر دې اعتراف کړی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارې جدي او قانوني ستونزې لري. نوموړي دغه کمېسیون ته په استولي لیک کې ویلي، چې دوی باید په پوره بې طرفۍ شکایتونه وڅېړي او د قوانینو په رڼا کې لومړنۍ پایلې وارزوي او خپله پرېکړه اعلان کړي. نوموړي ویلي: «کومې پایلې چې د لیندۍ په ۳۰مه اعلان شوې، جدي او قانوني نقایض، تخلفات او ستونزې لري».
مولانا عبدالله ټینګار کړی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په پوره بې طرفۍ او خپلواکۍ شکایتونه وڅېړي، پایلې دې وارزوي او پاکې رایې دې له ناپاکو بېلې کړي. د کمېسیون دغه غړی داسې مهال د خپل کمېسیون چارې نیمګړې بولي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې په ځلونو پر خپله بې طرفۍ او خپلواکۍ ټینګار کړی دی.
بلخوا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار بیا وایي چې کمېسیون د دوی رایې پټې کړې دي او په خبره یې، ډېر ژر به خپله پرېکړه اعلان کړي. نوموړي دا چې دوی به د خپلو رایو د ساتنې لپاره کوم اقدام کوي وروسته به یې په اړه معلومات ورکړي. د ده په خبره، کمېسیون په لوی لاس د ځينو مرکزونو بایومټریک وسایل ورکړ کړي دي او یا یې ستونزې پکې جوړې کړې دي.
په ورته وخت کې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله آلیس ویلز وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې په پوره شفافیت او مسلکیتوب شکایتونه او پایلې و ارزوي. نوموړې ویلي، سره له دې چې په تېرو ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و، خو ګټونکی یې باید ټولو اړخونو ته په حکومت کې ځای ورکړي او یو ټول شموله حکومت دې جوړ کړي. نوموړې د سولې په اړه هم ویلي چې نوی جوړېدونکی حکومت باید د سولې لپاره عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي او د دغه سترې موخې لپاره عملي پلانونه ولري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا په پوره بې طرفۍ د شکایتونو د جدي څېړنې خبره کوي. د دغه کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي وایي، دوی د قانون په رڼا کې ټول شکایتونه څېړي. د ده په خبره، دوی خپل کار په پوره بې طرفۍ مخ ته وړي او په خبره یې، د ټاکنیزو شکایتونو په څېړلو سره هرو مرو په اوسنیو پایلو کې بدلون راځي. هغه وايي: «موږ قوانینو ته ژمن یو، موږ کافي کسان لرو چې ټول شکایتونه پخپل وخت په ټولو ولایتونو کې وڅېړي. زموږ څېړنې او ارزونې به هرو مرو پر لومړنیو پایلو اغېز ولري».
د شکایتونو کمېسیون وړمه ورځ هم په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې دوی ټول شکایتونه څېړي او ان که د ټولو مرکزونو په اړه هم شکایتونه وي، دوی به د هر مرکز رایې شمېرې او هر شکایت ته به رسیدګي کوي.





























