د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، په دغه ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله عواید نږدې يو نيم ميليارد افغانۍ ډېر راټول شوي دي.
والي که څه هم وايي چې په اداراو کې د شفافيت رامنځته کېدو له امله د دوی عوايد لوړ شوي، خو سوداګر بیا وايي، پر دوی د ګمرکي تعرفو زياتوالی هغه څه دي چې له امله يې د ننګرهار عوايد د نورو ولايتونو په پرتله لوړ شوي دي.
د مياخېل په خبره، سږ کال د ښه مديريت او شفافيت له امله د کانال او ښاروالۍ له عوايدو پرته، په داسې حال کې چې يوه نيمه میاشت ګمرکي چارې هم د ځینو پاليسيو له امله کمزورې شوې وې، په عوايدو کې ۱۴ سوه ميلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی.
نوموړی وايي: «ټول عایدات د ۱۳۹۷ مالي کال په پرتله په ۱۳۹۸ کال کې يو ميليارد، ۴۰۸ ميليونه او ۳۸۴ زره افغانۍ زیات شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار ګمرک هم د یوې میاشتې لپاره بند و او ځینې نورې ستونزې هم وې».