د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون وايي، میخایل جي ګوبل ۳۳ کاله عمر درلود او د امریکا په ځانګړو ځواکونو کې یې د استخباراتي افسر په توګه دنده ترسره کوله. پنټاګون ددغه سرتېري فعالیتونه ستایلي دي او په خبره یې په ډېرو هېوادونو کې یې د امریکایي حکومت ماموریتونه پر مخ وړي دي. سرچینه دغه راز کاږي چې د یاد سرتېري په وژل کېدو سره روان کال تر دې دمه په افغانستان کې د وژل شوو امریکايي عسکرو شمېر ۲۰ کسانو ته ورسېد. د یادولو ده چې دغه امریکايي عسکر تېره ورځ په کندوز ولایت کې له طالبانو سره په یوه نښته کې ووژل شو. طالبانو هم د نوموړي د وژلو ادعا کړې ده.





























