د منځني ختیځ انستیتوت وایي ښایي په افغانستان کې دداعش ماتې دایمي نه وي او دغه ډله یو ځل بیا سر راپورته کړي. دغه انستیتیوت په یوه مقاله کې په افغانستان کې دداعش ضد جګړې، سولې او له طالبانو سره د امریکا مذاکراتو ته اشاره کړې ده. د سرچینې په خبره ټرمپ غوښتل وښيي چې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې بریالي دي او دغه راز تر سولې وروسته طالبان هم ددې وړتیا لري چې دداعش یا نورو ترهګرو ډلو مخه ونیسي. خو په مقاله کې راځي چې نه له داعش سره د طالبانو پر دایمي دښمنۍ باور شته دی او نه هم په دې باور په کار دی چې دغه ډله په بشپړه توګه ختمه شوې ده نو امریکايي ځواکونه دې له افغانستان ووځي. د منځني ختیځ انستیتوت په دغه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د هر ګام له اخیستلو سره پوره دقت په کار دی او دغه هېواد دایمي او ډاډمن امنیت او ثبات ته اړتیا لري.





























