قطر وایي ژر تر ژره باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی راکم کړل شي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی ددې پلویان دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي. د سرچینې په وینا په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی باید ژر تر ژره راکم کړل شي او جګړې دې ختمې شي. قطر په لغمان ولایت کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی. تېره ورځ په لغمان ولایت کې د یوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې وه. دې مسئلې ګڼ غبرګونونه راوپارول او وغندل شو.





























