د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې هغه ته د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو کې د بریا مبارکي ویلې ده. د ولسمشر غني د ټویټر پاڼې له مخې، مودي ورته ویلي چې هند د افغانستان دوست او ګاونډی هېواد دی او د نړۍ د یو ستر ولسواک هېواد په توګه د افغانستان د ولسواکۍ بشپړ ملاتړ کوي. سرچینه د ولسمشر غني له خولې لیکي، مودي ورته ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او دغه راز د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې یې هم خپلې ژمنې پر ځای دي. سرچینه کاږي، مودي ولسمشر غني ته هند ته د ورتګ بلنه ورکړې چې نوموړي منلې او په مناسب فرصت کې یې د ورتلو ژمنه ورکړې ده.





























