وروسته له دې چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، په سبا یې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپل کار پیل کړ او ویې ویل چې تر دریو ورځو پورې به د لومړنیو پایلو او د ولسمشریزو ټاکنو د تېرو پروسو په اړه ټاکنیز شکایتونه ثبتوي. پرون د ورځې تر پایه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون اووه زره شکایتونه ثبت کړي دي. له دې ډلې ډېری یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټاکنیزې ډلې دي. د دولت ساز ټاکنیزې ډلې هم سلګونه شکایتونه ثبت کړي. له دې سره هممهاله ځینو نوماندانو بیا ځلې غونډه کړې او د یوه ګډ حکومت وړاندیز یې کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د پایلو له اعلان سره سم ځینو ټاکنیزو ډلو غبرګون وښود او دغه کمېسیون یې له ځانګړې ټاکنیزې ډلې په ملاتړ تورن کړ. کمېسیون ځان بې طرفه بولي او تر څنګ یې دا هم وايي چې نوماندان دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وړمه ورځ خپل کار پیل کړی دی او د نن ورځې تر پایه به د شکایتونو ثبت ته ادامه ورکوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړو رسنیو ته ویلي چې د تېرې ورځې تر پایه یې ۷ زره شکایتونه ثبت کړي دي. دغه شکایتونه تر ډېره په مرکز کې دي، خو په ولایتونو کې هم ډېر شکایتونه ثبت کوي. د شکایاتو کمېسیون دا هم وايي چې د هر ولایت او مرکز په اړه شکایات به په همغه ولایت کې څېړل کېږي. د شکایتونو کمېسیون یو کمېشنر رسنیو ته ویلي چې د دې شکایتونو له ډلې ډېری د لومړنیو پایلو په اړه نه دي، بلکې د ټاکنو د لومړنیو پړاوونو په تړاو دي.
له کمېسیون سره د ثبت شویو شکایتونو لویه برخه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې، بیا د محمد اشرف غني او بیا هم د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ډلې دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، د شکایتونو شمېر ډېر دی، خو په خبره یې، هڅه کوي چې په ټاکلې موده کې یې څېړنه بشپړه کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د چهارشنبې ورځې ترپایه د شکایتونو ثبت ته دوام ورکوي او بیا د قانون له مخې پنځلس ورځې وخت لري، چې دا شکایتونه وڅېړي او پایله یې ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.
د دولت ساز ټیم غړي او ناظرین وایي چې دوی نن کمېسیون ته ۱۲ سوه شکایتونه وړاندې کړي دي او نن به هم دغه کمېسیون ته لسګونه شکایتونه له اسنادو سره وړاندې کړي. د دې ډلې یوه غړي اجمل هوډمن ویلي، دوی تر ډېره د هغو رایو په اړه شکایتونه ثبت کړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باطلې کړې دي او دوی غواړي چې دغه رایې بېرته باوري وګڼل شي.
د ثبات او همپالنې ټیم بیا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د ۳۰۰ زرو رایو په اړه شکایتونه لري او د دوی په خبره، یادو رایو خپل قانوني مراحل نه دي طی کړي، خو کمېسیون یې په باوري رایو کې شمېري. دغه ټاکنیزه ډله دا ادعا هم کوي چې که یادې رایې باطلې اعلان شي، دوی د ټاکنو ګتونکي دي.
بلخوا بیا ځینو نوماندانو پرون په یوه خبري غونډه کې د ملي مشارکت حکومت د طرحې عملي کول غوښتل. دوی په یوه خبري غونده کې د خبرو پر مهال وویل، چې په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده، شفافیت نشته او اعلان شوې پایلې هېواد د بحران لوري ته بیایي. د دوی په خبره، د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو باید د ملي مشارکت د حکومت په اړه د دوی طرحه عملي شي او ټول اړخونه دې په حکومت کې ونډه واخلي. د نوماندانو شورا عدلي او قضایي ارګانونو ته د هغو کسانو پر معرفي کېدو هم ټینګار کړی دی، چې په درغلیو کې لاس لري.





























