د ننګرهار د کرنې ریاست د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا (CBARD) پروژې په همکارۍ د دغه ولایت د کوټ، اچین، چپرهار، رودات، خوګیاڼیو او شیرزاد ولسوالیو پر ۱۳۲ لویو شنوخونو لرونکو د خوراکي توکو د پروسس توکي وېشلي دي.
د دغه ولایت د کرنې سرپرست رییس ډاکتر ضمیر بهسودي ویلي، دغه وېشل شوي توکي د شنوخونو لرونکو او یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي او د خوړو د پروسس په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.
د نوموړي په خبره، د مرسته شویو توکو د یوې بستې لګښت نږدې ۵۰ زره افغانۍ دی، چې ۳۹ توکي پکې شامل دي.
له یادو مرستو څخه برخمن شوي کولای شي چې د پروسس شویو توکو یوه برخه په خپلو کورونو کې مصرف کړي او ډېره برخه یې په سیمه ییزو بازارونو کې وپلوري.