د ملي شورا غړي وايي، چې حکومت د افغانستان بانک څخه په لسګونو میلیارده افغانۍ اخستې دي. د شورا یوه غړي له نومښودنې پرته ویلي، چې حکومت د افغانستان بانک څخه شاوخوا ۳۰ میلیارده افغانۍ قرض اخستی دی. د ولسي جرګې د مالي او بودجې چارو کمېسیون ځیني غړي وايي د افغانستان بانک عوایدو سږکال ۲۴ میلیارده ګټه کړې چې له دې جملې څخه ۱۵ میلیارده افغانۍ مالیې وزارت ته انتقال شوې او ۹ میلیارده نورې د انتقال په مرحله کې دي. د مالیې وزارت مسوولان وايي یاد مقدار پیسې په دوو مرحلو کې لومړی مرحله کې ۷ میلیارده او دویمه مرحله کې ۱۵ میلیارده له افغانستان بانک څخه مالیې وزارت ته انتقال شوي، چې دا د عوایدو پیسې دي او قرضه نه ده. د اقتصادي چارو شنونکي بیا وایي چې که مالیې وزارت له د افغانستان بانک پور اخلي باید د لګولو ځایونه یې واضح شوي وي او هر وخت پخپل سر دغه کار له قانون سرغړونه بلل کېږي.