مشرانو جرګه وایي، پر ابتدايي نتایجو د شکایتونو کچه لوړه ده او باید په سمه توګه وڅېړل شي. وروسته له هغه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، پر دغه پروسه یو شمېر نوماندانو او ددوی پلویانو غبرګون وښود. د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې ناسته کې سناتورانو پر انتخاباتي شکایاتو کمېسیون غږ وکړ، چې نوماندانو زرګونه شکایتونه ثبت کړي دي او باید کمېسیون دغو شکایتونو ته سمه رسېد ګي وکړي. د مشرانو جرګې غړي همدراز وايي، چې افغانان د سولې ټینګښت غواړي او د نوي حکومت په رامنځته کیدو سره باید د سولې تامینېدل د حکومت په لومړیتوب کې وي. دوی همدا راز ټینګار کي چې امریکا باید په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې صادقه واوسي.





























