ځینې بهرنۍ رسنۍ وايي چې طالب مشرانو پر یوه لنډمهاله اوربند هوکړه کړې ده. ځینو رسنیو ته خپلو سرچینو ویلي چې طالبانو له څو ورځو راهیسې پخپلو کې له امریکا سره د هوکړې پر مهال پر لس ورځني اوربند بحثونه کړي دي. سرچینې کاږي چې دوی ددې اوربند په اړه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي او ښايي پر یوه اوربند سره سلا شي. بلخوا طالبانو بیا ویلي چې دوی تر اوسه په دې اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. امریکا د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره پر طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو شرط اېښی دی. طالبانو ویلي چې د امریکا همدې نوو شرطونو د سولې هوکړې لاسلیک ځنډولی دی.





























