هندي رسنۍ وايي وروسته له هغه چې د هند کابینې د ګاونډیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته د تابعیت دورکړې قانون تصویب کړ، تر دې دمه له افغانستان او پاکستان ځینو وګړو نوملیکنه ورته کړې ده. د سرچینې په خبره ددوی کره شمېر نه دی معلوم خو تر ډېره سکان او هندوان دي. د هند کابینې په دې وروستیو کې یوه جنجالي پرېکړه کړې چې له مخې یې په ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ مذهبي اقلیتونه د هند تابعیت اخیستلی شي. خو دې مسئلې په هند کې د نننه پراخ غبرګونونه پارولي دي او په سختو لاریونونو کې تر ۲۵ پورې کسان وژل شوي دي.





























