هند وایي د پاکستان استخباراتي اداره غواړي په افغانستان کې هندي پروژې په نښه کړي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد استخباراتي ادارو داسې معلومات ترلاسه کړي چې پاکستان غواړي د لشکر طیبه او داعش ډلې پر مټ په افغانستان کې د هند پروژې او ماموریتونه په نښه کړي. سرچینه کاږي د پاکستان استخباراتي اداره یادو ډلو ته امکانات برابروي او له دوی د دغه ډول بریدونو غوښتنه کوي. هندي رسنۍ وایي چې هندي حکومت په افغانستان کې خپلو دفترونو او کارکوونکو ته د احتیاط سپارښتنه کړې ده. هند تر دې وړاندې هم ادعا کړې چې پاکستاني استخبارات غواړي په افغانستان کې ددوی کارکوونکي او پروژې په نښه کړي. ددې تر څنګ یې په ځلونو پر پاکستان دا تور لګولی چې د افغانستان د جګړې تر شا ولاړ دی او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.