فرانسې خبري اژانس په شمالي ولایتونو کې د مېشتو جرمني ځواکونو له استخباراتي چارواکو سره خبرې کړې دي. دغه چارواکو د نامه نه ښودلو په شرط ویلي چې ښایي روان ژمی به په ټول افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده وي او جګړې به شدیدې شي. دده په خبره همدا اوس په شمالي ولایتونو کې هره ورځ ګڼې امنیتي پېښې رامنځ ته کېږي او خونړۍ نښتې کېږي. دغه استخباراتي چارواکي همدا راز ویلي چې طالبانو د خپل کنټرول ساحې پراخې کړې دي او افغان ځواکونه په دې هڅه کې دي چې دوی پر شا وتمبوي. بلخوا د ملي دفاع وزارت بیا وایي چې دوی روان ژمی تعرضي حالت خپل کړی دی او پر وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي. دغه څرګندونې داسې مهال دي چې ویل کېږي له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک ته تیاره ده او ښايي لنډمهاله اوربند هم رامنځ ته شي.





























