ښایي د شکایتونو له کمیسیون سره نږدې لس زره شکایتونه ثبت شي. ددغه کمیسیون یوه غړي قطب الدین رویدار رسنیو ته ویلي چې د نن ورځې تر پایه د شکایتونو ثبت ته ادامه ورکوي او تر هغه وروسته به د شکایتونه ارزونه او څېړنه پيل کېږي. دده په خبره تر دې دمه زرګونه شکایتونه ورسره ثبت شوي دي او ددې احتمال شته چې ددغه شکایتونو شمېر لسو زرو ته ورسېږي. ټاکنیزو ډلو د شکایتونو له کمیسیون غوښتي چې خپلې چارې په پوره شفافیت او بې طرفۍ مخ ته یوسي. ددوی په وینا تېرې ټاکنې او لومړنۍ پایلې له ستونزو ډکې دي او ددغه کمیسیون دنده ده چې ټولو اړخونو ته قناعت ورکړي. د شکایتونو کمیسیون هم ویلي چې دوی په پوره بې طرفۍ خپلې چارې مخ ته وړي او ښایي پرېکړه یې پر لومړنیو پایلو اغېز ولري.





























