د ډیسي لوټر په نامه افغانستان کې د امریکا د سیاستونو څارونکی او لیکوال وایي، امریکا پر هغې جګړې تر درې ټریلیونه ډېر لګښت وکړ چې پوهېدل ګټلی یې نشي. هغه په خپله مقاله کې پر افغان جګړې شوي او کېدونکي لګښت ته په اشارې لیکلي، په دې جګړه کې له تېرو اتلسو کلونو راهیسي د زرګونه امریکایي او لکونه افغان پوځیانو په ګډون د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ ملکي افغانان قرباني شوي دي. د لیکوال په وینا، د خپرو شویو اسنادو په اړه حیران دی. هغه وایي، دی نه پوهېږي چې مشرانو ولې دروغ ویلي دي او ولي یې په میلیاردونو ډالر په دې بې مانا، ناپایه او ناکامه جګړه لګولي دي. د نوموړي په وینا، تر ټولو جالبه خو دا ده چې امریکایي کانګرس پرته له پوښتنې د ۲۰۲۰ میلادي کال لپاره ټاکل شوې نظامي بودجه چې د تېر کال په پرتله پکې ۲۲ میلیارده ډالر زیاتوالی راغلی دی تصویب کړې ده. نوموړي د مقالې په وروستۍ برخه کې لیکلي، امریکایان باید کوڅه په کوڅه لاریون وکړي چې ولي یې قربانیو ته په سپکه کتل شوي دي.





























