په ننګرهار کې د موربم تر استعمال وروسته د ناروغیو د پراختیا راپورونه ډېر شوي دي. تر کورنیو رسنیو وروسته اوس بهرنیو رسنیو هم ویلي چې د ننګرهار په اچین کې د موربم تر استعمال وروسته ناروغۍ او مشکلات ډېر شوي دي. پرېس ټي وي په یوه راپور کې وایي چې دغه بم ځمکې شاړې کړې دي، زراعت یې له منځه وړی، ناروغۍ یې ډېرې کړې دي او تر شا یې ورانۍ او ویجاړۍ پرې اېښې دي. تر دې وړاندې د افغانستان پارلمان، مدني فعالان او ځايي اوسېدونکو له حکومت غوښتي چې ددوی ستونزې دې حل کړي. پارلمان یو پلاوی ټاکلی دی او دنده یې ورته سپارلې چې له امریکايي او ناټو چارواکو سره خبرې وکړي او له دوی وغواړي چې د بم د استعمال له امله اوښتي زیانونه جبران کړي.





























