د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ کې تاجکستاني پوله ساتو درې ملکي افغانانو باندې ډزې کړې دي او درې واړه یې وژلي دي. د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي، چې دا پېښه پرون د درقد ولسوالۍ په طاهریانو کلي کې رامنځته شوې ده. د هغه په خبره، دا درې کسان د لرګیو د راټولو په موخه له سرحد نه تېر شوي او د تاجکستان خاورې ځنګل ته دننه شوي دي چې هلته پرې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ډزې کړې دي. تاجکستاني ځواکونو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





























