کندهار کې د دهلې بند پراختیایي چارې چټکې شوې دي. چارواکي وايي چې د کندهار د دهلې بند د پراختیا چارې ګړندۍ شوي او ډېر ژر به یې عملي کارونه هم پيل شي. د اوبو او اندرژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الماس زاخیلوال وایي، په دې وروستیو کې د دغه بند د پراختیا اړوند د تفصیلي ډیزاین او څارنې لپاره د مشورتي شرکت د ګومارنې تدارکاتي پروسه پیل شوې او ژر به اعلان ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یوه ټیم په مرسته په ساحه کې د دغې پروژې اړوند تر استملاک لاندې ځمکو د تصفیې چارې هم پیل شوي چې په ښه توګه روانې دي. دا پروژه به تر بشپړېدو وروسته د ۲۸۸ میلیون متره مکعبه اوبو زېرمه کولو ترڅنګ د ۳۰ میګاواټه برېښنا او دغه راز د ۸۱ زره هکټاره ځمکو او باغونو خړوبولو وړتیا ولري.