په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قراردادیانو له لوري رامنځ ته شوي فساد ترهګرې ډلې او طالبان پیاوړي کړل. ار ټي روسي رسنۍ لیکي، په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو قراردادیانو د ځانونو د ساتلو لپاره طالبانو ته پیسې د رشوت په بڼه ورکولې او دې مسئلې نه یوازې طالبان بلکې نورې وسله والې ډلې هم پیاوړې کولې. سرچینه کاږي طالبانو له دغه پیسو په استفادې بیا پر هغه کمپنیو هم بریدونه کول چې دوی ته یې پیسې نه ورکولې. په مطلب کې راځي چې له همدې امله په افغانستان کې ترهګرې ډلې پیاوړې شوې او د بهرنیانو پخپلو پیسو لسګونه بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوه چارواکي بیا دغه رسنۍ ته ویلي چې دغه ډول پېښې جنایت دی او ددوی له لوري به څېړل کېږي.





























