د رسنیو د راپورونو له مخې دغه قونسلګري پرانیستل شوې او خلکو ته یې د وېزې ورکړه پيل کړې ده. د افغان مارکېټ پر سر د افغان سفارت او پاکستاني حکومت د ناندریو له امله دغه قونسلګري تړل شوې وه. هغه مهال افغان حکومت د اعتراض په توګه ویلي وو، تر هغه چې پاکستان ددوی غوښتنې و نه مني نو قونسلګري به تړل شوي وي. ددغه قونسلګرۍ د تړل کېدو له امله سلګونه کسان له ستونزو سره مخ وو. دمګړی قونسلګري پرانیستل شوې ده او خلک د وېزو او نورو رسمي کارونو د خلاصولو لپاره ورتللی شي.





























