والسترېت ژورنال او ځينې نورې بهرنۍ رسنۍ لیکي چې طالب پلاوی بېرته له پاکستان قطر ته تللی دی او داسې ښکاري چې طالبانو د اوربند لپاره تیاری ښودلی دی. تر دې وړاندې هم رسنیو داسې راپورونه ورکړي وو چې ډېری طالب مشران د اوربند ملاتړي دي. طالبانو ته ځینې نږدې سرچینې هم وایي چې دغه ډلې اوربند ته تیاری ښودلی دی خو ځینې موارد لا هم شته چې باید بحث ورباندې وشي. امریکا له طالبانو غوښتي چې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره باید اوربند او بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي او طالبانو پر دې موضوع سلا مشورې روانې کړې دي.





























