ایرو ایشیا نشریه په مقاله کې لیکي چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي او د روانې اوږدې جګړې تر شا ولاړ دی. د سرچینې په خبره دغه هېواد له وېرې او د هند د فعالیتونو له درکه د شته تشویشونو له امله دوه مخې لوبه کوي. ایرو ایشیا لیکي چې پاکستان په افغانستان کې د یوه قوي او هند ملګري حکومت له جوړېدو وېره لري له همدې امله دوه مخي کوي او د ترهګرو ډلو ملاتړ ته ادامه ورکوي. سرچینه کاږي پاکستان هڅه کوي دلته د هند د نفوذ او تر څنګ یې په افغانستان کې د بنسټیزو پرمختګونو مخه ډب کړي. ایرو ایشیا د سولې په برخه کې هم د پاکستان پر هڅو شک کوي او وایي چې دغه هېواد به د سولې په هڅو کې هم صادق نه وي. تر دې وړاندې هندي رسنیو هم ویلي وو چې پاکستان د ځينو ترهګرو ډلو پر مټ په افغانستان کې د هند د فعالیتونو او پروژو مخه نیسي.





























