د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي چې په درېیو ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو ډلبندي پيل شوې ده او په پاتې ولایتونو کې به هم نن یا سبا دغه لړۍ پيل شي. ددغه کمیسیون ویانده زرمینه کاکړ وایي تر ډېره شکایتونه په مرکزي دفتر کې ثبت شوي دي چې ولایتونو ته یې د انتقال پروسه هم روانه ده. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته خپل کار پيل کړی دی. دغه کمیسیون ته تر ۱۶۵۰۰ پورې شکایتونه د تېرو ولسمشریز ټاکنو په اړه ثبت شوي دي. د کمیسیون غړو په ځلونو ویلي چې ښایي د شکایتونو تر څېړلو وروسته ددوی پرېکړه پر لومړنیو پایلو اغېز ولري.





























