سوداګر او د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې د بندیزونو له امله سوداګر په دغه بندر کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. د سوداګرۍ خونو مرستیال سخي احمد پیمان وایي سره له دې چې بندر له امریکايي بندیزونو مستثنی بللی شوی خو بیا هم پانګه وال هلته پانګونې ته زړه نه ښه کوي. دده په خبره پر شته پانګه او کاروبار هم بندیزونو ناوړه اغېز کړی دی او د سوداګرۍ او ترانزیت کچه ټيټه شوې ده. بلخوا ترانسپورت وزارت بیا وایي سوداګر دې ډاډه وي چې دغه بندر د امریکا له بندیزونو بهر دی او هېڅ ستونزه هلته نشته ده. د یاد وزارت ویاند علي سینا ساید وايي، ښایي هلته ځینې ستونزې وي خو ترانسپورت وزارت هڅه کوي چې ټولې ستونزې حل کړي او دغه بندر د نړیوال ترانزیت لپاره فعال وساتي.