د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو له دوام سره هممهاله د طالبانو تر منځ پر اوربند د هوکړې راپورونه هم خپاره شوي دي. ځینې طالب سرچینو بهرنیو او کورنیو رسنیو ته منلې چې طالب مشرانو پر اوربند هوکړه کړې ده، چې یوازې د دغه ډلې مشر تر دې دمه لاسلیک کړې نه ده. رسنۍ وایي چې اوربند به په لویو ښارونو کې تر لسو ورځو پورې دوام کوي. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې امریکایي لوری او طالبان به پر یو بل بریدونه نه کوي. تر اوسه طالبانو په رسمي توګه د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي. دلته بیا د سولې عالي شورا د اوربند له رامنځ ته کېدو هرکلی کړی دی.
سره له دې چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په دې ورځو کې سختې نښتې کېږي، خو تازه والسټرېټ ژورنال او ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې طالب مشرانو پر اوربند هوکړه کړې ده. د امریکا مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو، چې د سولې هوکړه لاسلیک کوي، خو شرط یې دا دی چې طالبان به بین الافغاني خبرو ته تیاری ښيي او همدا راز به اوربند ته غاړه اېږدي. په همدې تړاو د طالبانو یو پلاوی له قطره پاکستان ته لاړ، څو په کوټه او پېښور کې له خپلو مشرانو سره خبرې وکړي. ځینې رسنۍ دا هم وایي چې له قطر راغلي پلاوي په هلمند کې هم له ځینو طالب استازو سره خبرې کړې دي، خو دغه خبر چا تایید کړی نه دی.
کوټې ته د قطر د پلاوي په سفر کې طالب مشرانو پر دې هوکړه کړې، چې اوربند به کوي او د دغه اوربند د وخت په اړه هم ډول ډول راپورونه خپاره شوي دي. ځینې رسنۍ وایي چې اوربند به اووه ورځې وي، خو کابل نیوز ټلوېزیون ته بیا ځینو باوري سرچینو ویلي چې اوربند به تر لسو ورځو پورې وي. د سرچینې په خبره: ((د طالبانو د قطر دفتر پلاوی له خپل مشرتابه سره تر مشورو وروسته دې پرېکړې ته رسېدلي، چې له امریکا سره د سولې توافق تر لاسلیک وړاندې به د افغانستان په ښاري سیمو کې موقت اوربند اعلانوي)).
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سولې عالي شورا بیا د دغو راپورونو هرکلی کړی دی. د دغې شورا ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د سولې لپاره هر لنډمهاله اوربند ګټور دی او د باور فضا پیاوړې کولی شي. د سولې عالي شورا تمه لري چې ژر تر ژره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او په هېواد کې روانه جګړه ختمه کړي.
بلخوا ارګ بیا وایي چې کله د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، نو دوی به هم مرکچي پلاوی وټاکي. د ولسمشر د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري ویلي، همدا چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، دوی به ډېر ژر د بین الافغاني خبرو لپاره مرکچي پلاوی وګوماري. نوموړې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې په مرکچي پلاوي کې به څوک شامل وي، خو تر دې وړاندې په ځلونو د بین الافغاني خبرو لپاره د مرکچي پلاوي پر ګومارل کېدو ناندرۍ او اختلافونه را ولاړ شوي دي.
د سولې او اوربند خبرې داسې مهال خورا تودې شوې، چې د جګړې ډګر هم تود دی. په دې وروستیو ورځو کې په نښتو، چاودنو او عملیاتو کې طالبانو او افغان ځواکونو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي. همدا تېره ورځ طالبانو په هلمند کې پر افغان ځواکونو برید وکړ او لس کسه یې ووژل. افغان حکومت هم د اعلامیو په خپرولو تېره ورځ د ډېرو طالبانو د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي.





























