د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د هوايي دهلیزونو د کار له پیل څخه تر اوسه ۱۰۷۰۰ ټنه افغاني تولیدات بهر ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند سمیر رسا ویلي چې دغه تولیدات په څه باندې یو زرو ۴۴ پروازونو کې اسیايي، اروپايي او عربي هېوادونو ته صادر شوي دي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان محصولات هره ورځ له کابل، کندهار، مزار او هرات څخه په دریو یا څلورو پروازونو کې بېلابېلو هېوادونو ته انتقالېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د بلخ د سوداګرۍ خونې ویلي، چې له بلخ څخه اروپا ته د هوايي دهلیز کارونه په ځنډ سره تر سره کېږي او په تېر یوه کال کې یوازې لس ټنه سوداګریز توکي لندن ته انتقال شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې بهر ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره له هوایي دهلېزونو څخه ګټه اخیستل کېږي.