یوې امریکایي سناتورې کرستېن جیلیبرند ویلي د افغانستان جګړه خورا اوږده شوه او ددغه جګړې په اړه حقیقتونه پټېږي. د نوموړې په وینا د امریکا سنا باید ددغه جګړې په ختمولو کې مداخله وکړي او هر څه و ارزوي. نوموړې پر سنا غږ کړی چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، ارزولو او حقیقتونو روښانه کولو لپاره باید ځانګړې غونډې جوړې کړې. کرستېن وایي امریکایي لوړپوړي نظامیان هم د جګړې په اصلي ماهیت نه پوهېږي او هر څه په مبهمه توګه مخ ته روان دي چې باید واضح کړل شي. نوموړې د افغانستان جګړه د امریکا اوږده او خونړۍ جګړه بللې او د ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.





























