ایران وایي د راتلونکي کال تر مارچ پورې به د هرات-خواف رېل پټلۍ چارې بشپړې شي. د ایران د ترانسپورت وزارت مرستیال عباس خطیبي ویلي چې د پټلۍ چارې د ایران په خاوره کې بشپړې شوې دي او په افغانستان کې یې کارونه روان دي. دده په خبره دغه پټلۍ ټولټال ۱۳۹ کیلیومتره ده چې راتلونکي میلادي کال تر مارچ پورې به بشپړه شي. دده په خبره د اپرېل په میاشت کې به دغه پټلۍ ددې جوګه وي چې افغانستان او ایران ترانزیت او سوداګري ورباندې وکړي. خطیبي وایي دغه پټلۍ په ایران کې د رېل پټلیو له شبکې سره وصل شوې ده چې د ایراني او افغان سوداګرو لپاره به ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.