الجزیزه په یوه راپور کې د افغانستان په اړه وایي چې روان میلادي کال د افغانستان لپاره هم ښه خو هم تر ټولو خونړی کال و. د سرچینې په خبره ښه کال یې ځکه بللی شو چې تر اتلس کاله جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره امریکا او طالبانو مخامخ خبرې پيل کړې او تر اوربند پورې نږدې شول. خو تر ټولو بد خونړی کال ځکه وو چې روان کال د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. د سرچینې په خبره په نښتو او جګړو کې په ۲۰۱۹ کال کې تر ۲۵۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي او تر ۶ زره ډېر نور ټپیان دي. سرچینه کاږي د افغانانو لپاره جولای د کال تر ټولو خونړۍ میاشت وه. الجزیرې ویلي افغانان اوس سولې ته نږدې شوي دي او تمه شته چې دغه خونړۍ او اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.





























