د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي ښایي دوی پخپل وخت کارونه پای ته و نه شي رسولی. ددغه کمیسیون ویاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي د شکایتونو شمېر ډېر دی خو وخت کم دی. زرمینه کاکړ وایي دوی په مرکز کابل کې د شکایتونو د ترتیب ۷۵ سلنه چارې مخ ته وړې دي او په پاتې ولایتونو کې هم کار روان دی. د نوموړې په خبره شکایتونه ددوی د تمې پر خلاف خورا ډېر دي نو ددې احتمال شته چې په خپل وخت یې ارزونه پای ته و نه رسېږي. نوموړې ویلي چې دا یوه ملي پروسه ده نو دوی نه غواړي بېړه وکړي. د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید په پنځلسو ورځو کې شکایتونه وڅېړي او پایلې یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره شریکې کړي.





























