طالبان وایي د اوربند په اړه خپله پرېکړه تر نهایي کېدو وروسته اعلانوي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو له لوري د اوربند په اړه پر خپرو شوو راپورونو غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي په دې اړه لا هم د طالب مشرانو ترمنځ خبرې او بحثونه روان دي او په وینا یې همدا چې مسئله نهایي شي طالبان به خپله پرېکړه اعلان کړي. مجاهد په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو ټینګار کوي چې د اوربند مسئله تر دې دمه تر بحثونو لاندې ده. په ورته وخت کې یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو لس ورځني اوربند ته تیاری ښودلی دی او ډېر ژر به د ملا هبت الله تر لاسلیک وروسته ددغه اوربند اعلان وکړي.





























